د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغانستان او روسیې اړیکې لا پراخېدی شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وویل: اوس د افغانستان او روسیې فدراسیون ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره ښه فرصت دی او دغه اړیکې د هرې ورځې په تیریدو سره لا پراختیا موندلی شي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه د روسیې فدارتیف پلاوي سره چې مشري یې د چچن جمهوریت د علومو اکاډمۍ رئیس جمبولات عمروف او د روسیې فدراتیف د ملیتونو شورا مرستيال کوله، په کابل کې وکتل.

عمروف د نړۍ مسلمانان د یوې کورنۍ په څېر یاد کړل او زیاته یې کړه: دا پلاوی ستاسو د کورنۍ د یوه غړي په توګه د روسیې فدراتیف استازیتوب کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او کلتوري اړیکو د ټینګښت لپاره افغانستان ته راغلی دی.

هغه په نړۍ کې د اصیل اسلامي کلتور په معرفي کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: دا کار کولی شي هغه بې‌اساسه تبلیغات رد کړي چې د اسلام په اړه شتون لري او د اسلام حقیقي انځور نړۍ ته وړاندې کړي.

نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ چې روسیه او د چچن جمهوریت چمتو دي چې په مختلفو برخو کې د افغانستان د خلکو  سره د تجربو د زده‌کړې او شریکولو په برخه کې همکاري وکړي.

ملا خیرالله خیرخواه په دې غونډه کې وویل: اسلام د نړۍ د مسلمانانو د وصل، قوت او اتحاد ټکی دی.

 هغه زیاته کړه: افغانستان له پنځه څلوېښت کلونو وروسته د ټول هېواد په کچه امنیت لري او په مختلفو برخو کې ډېر پرمختګونه او لاسته ‌راوړنې لري، خو د یو باثباته او پرمختللي افغانستان د جوړولو لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا ده.

خیرخواه وویل: اوس د افغانستان او روسیې فدراتیف ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره ښه فرصت برابر شوی او د وخت په تېرېدو سره دغه اړیکې لا پراخېدی شي او زموږ مسوولیت دی چې خپل اصیل کلتور ملتونو ته معرفي کړو، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتور د ودې زمینه برابره شي.

ده افغانستان ته د دې پلاوي راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په لاره کې یو مثبت ګام او نېک پیل وباله او د ورته ګامونو پر  دوام یې ټینګار وکړ.

 د ایرنا د خبر له مخې، د چچن او د روسیې فدراسیون کلتوری پلاوی نن له غرمې مخکې کابل ته راورسید.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .